اسلام آباد ۔ 15 مارچ (اے پی پی)پا ک بحریه لپاره تائجن شپ یارډ چائنا كښې ??وړ شوې ډرېجر راہ کشا او 2 اسپلټ هوپر بارجز ترسیل اول او دوهم پاكستان نېوي كښې ?? شاملېدو دستوره پی اېن ډاکیارډ كښې وشوه۔ دوهم چیف آف نیول اسټاف وائس ایډمرل کلیم شوکت په دې موقع خاص مېلمه وو۔ د پاک بحریه اعلٰی چارواكو ٬ ګرانو چينائي مېلمنو او د کارپورېټ سېکټر نمائندګانو هم دستوره كښې ګډون وكړو۔ د نوي جوړ شوي ډریجر راہ کشا او 2 اسپلټ هوپر بارجز ترسیل اول او دوهم پاكستاني نېوي كښې ??املېدو سره به د پاک بحریه ډریجنګ صلاحيت زيات شي۔ د خپل ځانګړي ډيزائن او د كار تګلارې په سوب دا ډرېجر برتھوں او جیټیز ته نزدې ډرېجنګ كولې شي چرته چې د روايتي ډرېجنګ آل??ت دومره فعاله نه شي ثابتدې۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وائس چیف آف نیول اسټاف وائس ایډمرل کلیم شوکت ووئيل د پاکستان بحری تجارتی لارې او مېري ټائم زون د هېواد معيشت د ملا تير دے د كوم ساتنه چې بايد په هر قيمت وكړې شي۔ ده ووئيل زمونږ بندر ځايونه د اقتصادي پرمختګ ضامن دي كومې چې هر وخت فعاله ساتلو له يوې مضبوطې بحريه ته اړتيا لري۔ خاص مېلمه ووئيل دا ډرېجر د پاکستان او چین ترمينځه د ځانګړې ملګرتيا او دوه اړخيزه دفاعي مرستې مهم ??لا??ت دے۔ ده ددې منصوبې كاميابه جوړولو كښې ?? ټولو اړوند كسانو د محنت او سختې خوارۍ ستائنه وكړه او دوئي ته ئې مباركي وركړه