لاهور۔5 فروری(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي هند له به منطقه كښې امن په ځائې كولو له كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركول وي۔ 21 كروړه پاكستانيان كشمير سره دي۔ د پاكستاني قام او رياستي ادارو هند څخ?? غوښتنه ده چې هغه دې په كشميريانو زور ٬ ظلم او زياتې بند كړي او وادي دې خا??ي كړي۔ هغه ورځ لرې نه ده چې هند به كشمير كښې ماتې وخوري۔ په کشمیر كښې به په زرګونو برهان واني پېدا شي۔ ده د ګل په ورځ د پاكستان مسلم ليګ (ن) ترسېوري لاندې په مال روډ د كشمير يوالي ريلي ته خطاب كولو۔ ده ووئيل پاكستان به تر هغه وخت د كشمير د آزادۍ تحريك ملاتړ كوي تر كومې چې كشميري اولس ته خپل حق وركړې شوې نه وي۔ ده ووئيل كشميريان د آزادۍ جنګ كوي٬ د څو لسيزو څخ?? روان دا تحريك د جبر د لارې د منځه وړلې كېدې نه شي۔ د كشميري اولس عزم او حوصله د هماليه غرونو څخ?? زياته دنګه او مضبوطه ده۔ وفاقی وزیر په س??اس?? ګوندونو زور راوړو چې هغوي دې يو موټې كېدو سره دا پېغام وركړي چې مونږ كشميري اولس سره يو۔ ده ووئيل كشمير به د پاكستان برخه جوړې??ي۔ په دې مهال د تجارت وفاقي وزير پروېز ملك ريلۍ ته خپل خطاب كښی ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر لارښود محمد نواز شريف ټول عمري د كشميريانو د آزادۍ خبره كړې ده او دې كاز لپاره ئې په نړيوالو فورمونو مخالفينو سره نېغ په نېغه او په اوچتو سترګو خبرې كړې دي او د كشميريانون ئې په زړه پورې ترجماني كړې۔ ده ووئيل پاكستان د كشميري اولس د بشپړ ملاتړ پخلې كوي او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ددوئي هڅو ته به زمونږ ملاتړ ترلاسه وي۔ ده غوښتنه وكړه چې په كشميريانو دې زور ٬ ظلم او زياتې بند كړې شي او د كشميريانو د هيلو ترمخه دې د كشمير مسئلې حل زر تر زره باوري كړې شي۔ په رېلي كښې ليګي لارښود خواجه احمد حسان،لارډ مېئر لاهور کرنل (ر) مبشر جاوید او د سید توصیف شاہ په شمول د صوبائي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو۔د “یوم کشمیر” په لړ كښې كشميريانو سره د يووالي څرګندونې له رېلي الحمرا هال څخ?? تر چیئرنګ کراس وويستلې شوه۔