اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عربستان سمندري ځواك دوهم مشر فهد بن عبدالله د نيول هېډكوارټر دوره وكړه او د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي سره يې ملاقات وكرو۔نيول هېډكوارټر ته په راتلو د پاك سمندري ځواك مشر د سعودي عربستان سمندري ځواك دوهم مشر هركلے وكړو۔د پاك سمندري ځواك يوې چمتو ډلې ګران مېلما ته سلامي وركړه۔د سلامۍ څخه وروستو ګران مېلما سره چيف آف سټاف او په نيول هېډكوارټر كښې پرنسپل سټاف آفيسر?? معرفي كړې شول۔ دې څخه وروستو فهد بن عبدالله د پاك سمندري ځواك مشر سره ملاقات وكړو۔ملاقات كښې په پېشه وره چارو او دوه اړخيزه سمندري شريكوالۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د دوارو هېوادنو ت??مينځه د مرستې په بېلو څانګو هم غور وشو۔ګران مېلما ته يو بشپړ ??ري??نګ وركړې شو۔د خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې به وائس اېډمرل فهد بن عبدالله لاهور او كراچۍ كښې نيول فيلډ كمانډز سره ملاقاتونه كوي۔د پاك سمندري ځواك او رائل سعودي نيول فورسز ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې دي۔د رائل سعودي نيول فورسز جوړېدو كلونو په مهال د پاك سمندري ځواك لخوا وركړې شوي تربيتي آسانيو او تكنيكي مشاورت د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ت??مينځه د نزدې اړيكو د ودې بن??اد اېښودلې۔ د رائل سعودي نيول فورسز يو شمېر سينئر افسران پاكستان كښې تربيه كړې شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې فهد بن عبدالله د سعودي نيول فورسز درېم پرله پسې مشر دې كوم چې د پاكستان نيول اكېډمي ګريجوېټ دې۔د خپل منصب سنبهالولو څخه وروستو دا د ده اولنۍ غېر ملكي دوره ده كومه چې پاكستان سره د ده د نزدې تعلق څرګندونه كوي۔د ده دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ت??مينځه اړيكې لا مستحكم شي