اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان هنګري او مالديپ سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دواړو هېوادونو سره اقتصادي٬ كلتوري او په تعليمي څانګو كښې مرسته لا زياتول غواړي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ هنګري او مالديپ لپاره د پاكستان نومولو شويو سفيرانو افتخار عز??ز او وائس اېډمرل (ر) وسيم اكرم سره و??ړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر ممنون حسېن سره په ايوان صدر كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ اولس مشر مالديپ لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير افتخار عز??ز ته امر وكړو چې مالديپ سره فضائي او د سمندري لارو بحالۍ ته دې خاص پاملرنه و??ړې شي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زيات ??ړې شي۔ اولس مشر هنګري سره هم په تجارتي څانګه كښې د اړيكو زياتوالي ته هم د خاص پاملرنې امر وكړو