اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي پاکستان مسلم ??یګ (ن) هېواد كښې د آئین او قانون په سرلوړۍ باور لري، هېواد كښې د عدل داسې نظام غواړو كوم چې په مساوی بنیادونو ټولو لپاره يو برابر وي۔ د شورو پھ ورځ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان مسلم ??یګ (ن) هېواد كښې د عدل داسې نظام غواړي كوم چې په مساوی بنیادونو ټولو لپاره يو برابر وي۔ ده ووئيل پاکستان مسلم ??یګ (ن) د پخو??ني وزیراعظم محمد نواز شریف د نااهلۍ د سپریم کورټ پھ پريكړه تحفظات لرل كوم چې مونږه اولس ته وړاندې كړي۔ ده ووئيل د تحریك انصاف مشر عمران خان د يوې آف شور کمپنۍ مالك ؤ د كومې چې هغه اعتراف هم كړې دې۔ ده ووئيل زمونږ عدالتی نظام كښې د ښھ والې ګنجائش ش??ه ځكه چې عدالتونو پھ تير وخت كښې ځينې متنازعه پريكړې هم كړې دي۔ ډاکټر مصدق ملك ووئيل بايد ادارې خپل آئینی حدود كښې دننه كار وكړي ځكه چې د هېواد نظام مستحکمولو له دا هم ضروری دي۔ ده ووئيل ټولو سیاسی ګوندونو منلې چې ت??ر وخت كښې غلطۍ شوې دي۔