اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ كمېټۍ كښې د خارجي تسلط ښكار اولس د خپلواكۍ حق لپاره د پاكستان په مرسته د وړاندې كړې قرارداد منظورۍ نه تصديق شوې چې د جمو او كش??ير په مسئله هند يوازې ولاړ دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وياند وئيلي دي دا قرارداد د تې??و څلورو لسيزو راهسې هر كال منظورېږي او دې څخه دا خبره واضحه كېږي چې د جمو او كش??ير د بې ګناه اولس بشري حقونه د پښو لاندې كولو رېكارډ پتول او خپل جرمونه د ترهه ګرۍ مخنيوي هڅې ګرځولو لپاره د نړۍ پام اخوا كولو له د هند هلې ځلې په خاص توګه ناكامۍ سره مخ شوي ۔ وياند ووئيل جمو او كش??ير كښې د هند په نړيواله توګه تنهائي هله او په هغه صورت ختمېدې شي كله چې هند د ملګرو ملتونو د س??امتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد وكړي ٬ كومو قراردادونو كښې چې په خپلواكه او په سپېځلې ډول د رائيو د شمېرو د لارې د جمو او كش??ير اولس ته د خپل قسمت د پرېكړې وئيلي شوې دي