کوئټه 18 اکتوبر(اے پي پي) په کوئټه كښې د پوليسو ګاډي سره نزدې د بمي چاؤدنې پھ نتيجه كښې د پولیس اهلکارو پشمول 6 كسان شهي??ان او 10 ژوبل شوي دي۔ د پولیسو له مخې د شورو پھ ورځ د کوئټې په سریاب سړك نامعلومو ??سانو د سړك پغاړه د مائن د لارې د پولیسو ګاډې په نښه كړو او نتيجه كښې ئ?? د پولیس اهلکارو پشمول 6 كسان شهی??ان او 10 ژوبل شول۔ د چاؤدنې اطلاع ترلاسه كيدو سره پولیس او د فرنټیر کور اهلكار د پېښې ځائ ته ورسيدل او سيمه ئې ولقه كښې اخستلو سره پلټنې پيل كړې او ژوبل كسان ئې په سمدستي توګه د كوئټې سول روغتون ته ورسول۔ د كوئټې سول روغتون وياند وسیم بیګ ووئيل چې په چاؤدنه كښې د شهيد ??وي?? پولیس اهلکارو پشمول د 6 كسانو مړي او 10 ژوبل كسان سول روغتون ته راوړل شوي۔ د چاؤدنې نه پس سول روغتون كښې ایمرجنسی نافذ کړې شوې او ژوبل كسانو له طبی مرسته وركړې كېږي۔